لوګر پل علم کې ځانمرګي برید ۱۱ ملکي وګړي ټپیان کړي

لوګر پل علم کې ځانمرګي برید ۱۱ ملکي وګړي ټپیان کړي



د لوګر ولایت په پل علم بازار کې نن له غرمې وړاندې نېږدې لس نیمې بجې د برکي برک ولسوالۍ او پکتیا ولایت ته د تلونکو موټرو په تم ځای کې ځان برید شوی دی.
د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر سره روهي ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي؛ برید د ملکي وګړو په منځ کې شوی، چې ۱۱ ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د یادې خبر پاڼې له مخې، په ټپیانو کې د دوه کسانو وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی.
ویل شوي، سخت ټپیان یې کابل ته انتقال کړي او نهه تنه نور یې مرکز پل علم د نایب امین الله خان ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره وړي ډي.
بل خوا مسوولو پلټونکود ترسره شوو پلټنو له مخې ویلي؛ " برید کوونکی د مرکز التمور سیمې اوسیدونکی عبدالحق د صیاد ځوی دی، چې اوس لپاره د معادن انستیتوت محصل وو."
دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت آمر محمد ایوب وردګ موخه ګرځول شوی و، خو هغه تر پېښې ژغورل شوی.
پخواني معلومات:
د لوګر په پل عالم کې نن سهار لس نیمې بجې ځانمرګی برید شوی دی.
چارواکو پېښه تایید کړې ده.
د لوګر ولایت والي ویاند سلیم صالح ويلي دي چې د برید موخه د لوګر امنیې قوماندانۍ د امنیت امر و، خو نوموړی له بریده روغ رمټ وتلی دی.
پولیس وايي، چې په پېښه کې ۱۱تنه ټپیان شوي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top