مشرانو جرګې ویلي؛ اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې رابلل ګټه نه لري

مشرانو جرګې ویلي؛ اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې رابلل ګټه نه لري



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۷مه) د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړو ويلي، چې په اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې راغوښتل ګټه نه لري.
د یادې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال ویلي؛ هغوی چې د لویې جرګې په واسطه د حکومت د پرځولو هڅې کوي، د وطن په غم کې نه دي.
پرون دوشنبه اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم هغوی چې لویه جرګه غواړي، له سیاسته د لېرې والي په خاطر د زغم غوښتنه وکړه او ویې ویل چې له ټاکنو پرته نور اقدامات ګټور نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځينې پخواني سیاسي مشران چې مخکنی ولسمشر حامد کرزی یې په رأس کې دی، له اوسنیو ستونزو د وتلو لپاره د لویې جرګې په بللو ټینګار کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top