د ارزګان په چهارچينو کې ۸ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان په چهارچينو کې ۸ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۷مه) د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې ۸ ځايي وسله‌ والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول یحیی علوي ویلي، چې تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو په عملیاتو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
د هغه په وینا؛ د افغان هوایي ځواکونو له‌خوا د ترینکوټ په لوېدیځ کې د وسله‌والو طالبانو د ماین جوړولو او چاودېدونکو توکو یوه ډیپو هم په نښه شوې او له‌منځه تللی دی.
ویل شوي، چې د  دهراود پّ ولسوالۍ کې دوه کړۍ ریموټ کنټرول ماینونه کشف او خنثی شوي دي.
تر دې دمه وسله‌ والو طالبانو څه نه‌دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top