د لوګر مرکز کې ځانمرګی برید شوی دی

د لوګر مرکز کې ځانمرګی برید شوی دی



د لوګر مرکز پل علم کې نن سهار لس نیمې بجې ځانمرګی برید شوی دی.
چارواکو پېښه تایید کړې ده.
د لوګر والي ویاند سلیم صالح ویلي دي چې د برید موخه د لوګر امنیې قوماندانۍ امنیت آمر و خو نوموړی له بریده روغ رمټ وتلی دی.
پولیس وایي چې په پېښه کې ۱۱ تنه ټپيان شوي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top