ملګري ملتونه وایي یمن ته رسیدلي مرستي داسې دي لکه په سمندر کې څاڅکی

ملګري ملتونه وایي یمن ته رسیدلي مرستي داسې دي لکه په سمندر کې څاڅکی



د ملګرو ملتونو یو ویاند سټیفن ډوچاریک ویلي دي چې د یادې ټولنې له خوا په یمن کې اړو کسانو ته رسیدلي مرستې داسې دي لکه په سمندر کې څاڅکی.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف یمن ته ټولې تللې د وچې او سمندر څخه تللي ټولې لارې تړلي دي خو بیا یې هم یو لړ بشري مرستو ته اجازه ورکړې ده چې یاد هیواد ته دننه شي.
خو ملګري ملتونه وایي چې یادې مرستې په هیڅ حساب دي.
په یمن کې اووه ملیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او شل ملیونه کسان د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.
له بلې خوا یونیسیف پرون یمن د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد ځای اعلان کړ او څرګنده یې کړه چې په یاد هیواد کې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم د داسې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د درملنې وړ دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top