امریکا په افغانستان، عراق او سوريه کې د خپلو پوځپانو شمېر په ډاګه کړ

امریکا په افغانستان، عراق او سوريه کې د خپلو پوځپانو شمېر په ډاګه کړ



د امريکا دفاع وزارت د خپلو پوځیانو شمېر په افغانستان کې ۱۵ زره ۳ سوه، په عراق کې ۸ زره ۹ سوه او په سوریه کې ۱۷۲۰ تنه ښودلی.
دغه پوځیان په داسې هېوادنو کې ځای پر ځای شوي، چې جګړه په کې روانه ده.
امریکا خپل تر ټولو زیات سرتيري په افغانستان کې ځای پر ځای کړي، خو له بده مرغه تر ټولو زیاته ناامني او جګړې هم زموږ په هېواد کې روانې دي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې یاد شمېر تر هغه ډير زیات دی، چې امریکا پلان کړی و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top