ډاکټر عبدالله عبدالله د لښکرې فاطميون څخه د محقق دمننې په اړه غبرګون وښوود

ډاکټر عبدالله عبدالله د لښکرې فاطميون څخه د محقق دمننې په اړه غبرګون وښوود



روهي (درې نۍ/۶ د لېندۍ)، د هېواد د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق دوه ورځې وړاندې د ايران په تهران کې د لښکرې فاطميون څخه له دې امله مننه وکړه، چې په سوريه کې د داعش پر وړاندې جګړه کوي، په فاطميون لښکر کې افغانان هم د ايران په لمسون او مذهبي هڅونه جګړه کوي.
 
محمد محقق ويلي وو، "د افغانانو په شمول د پاکستان، عراق، سوريې او ايران له وګړو څخه مننه کوم، چې د سوريې په جګړه کې د داعش پر وړاندې يې جګړه ګوي."
 
نن ورځ د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا له غونډې وروسته، د محمد محقق د خبرو پر وړاندې په غېرې مستقيمه توګه غبرګون وښوود او زياته يې کړه، "د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د افغانانو د جګړې ملاتړ نه کوو، په کور دننه او بهر کې مونږ د افغانانو لپاره سوليزه ژوند غواړو."
 
د اجرائيه رياست له غبرګون پرته، د ښاغلي محقق له څرګنونو سره ملي شورا او نورو ادارو هم غبرګون وښوود.
 
 
 
 
 
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top