وسله والو طالبانو خپل سرګروپ وژلی

وسله والو طالبانو خپل سرګروپ وژلی



روهي (درې نۍ/۶ د لېندۍ)، د ننګرهار ولایت د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، د شیرزادو ولسوالۍ په مرکخیلو سیمه کې مخ پټو وسله والو طالبانو د مولوي شکور په نوم د دې ډلې یو سرګروپ داعش ډلې سره د اړیکو په تور وژلی دی.

په افغانستان کې د داعش په ظهور سره ډېری ځلې د طالبانو او داعش ترمڼخ د نښتو خبرونه خپريږي، چې يو بل لورې ته په کې د مرګ - ژوبلې خبرې کيږي، د طالبانو او داعش د خپل منځي نښتو پرته د طالبانو ترمنځ هم ډلې رامنځ ته شوې دي چې د مشرۍ په سر يې شخړې تر مرګ - ژوبلې رسيږي.

د یو بل خبر له مخې ځانګړو کورنیو ځواکونو د دوربابا ګړوکو سیمه کې نن سهار عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یو شکمن کس نیولی او درې میله کلاشینکوف یې تر لاسه کړي دي .
tags

ستاسې تبصرې

*


Top