اردوغان وایي که څوک ثابته کړي چې په بهرنیو بانکونو کې پیسې لري له ولسمشرۍ به استعفی ورکړي

اردوغان وایي که څوک ثابته کړي چې په بهرنیو بانکونو کې پیسې لري له ولسمشرۍ به استعفی ورکړي



د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې که چیرې څوک ثابته کړي چې نوموړی له ترکیې بهر په کوم بانک کې پیسې لري نوموړی به د ولسمشرۍ له پوسټ څخه استعفی وکړي.
اردوغان یادې خبرې د ترکیې د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند د ادعا پر وړاندې کړي دي چې د ترکیې واکمن ګوند اصلي مخالف بلل کیږي.
د یاد ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو د نوامبر په ۲۱ مه د ترکیې پارلمان ته په وینا کې وویل چې اردوغان او دهغه خپلوان له هیواده پیسې وباسي او په بهر کې یې په بانکونو کې ذخیره کوي.
اردغان په اسلامبول کې د یوې وینا په ترڅ کې یادې خبرې رد کړي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top