په یونان کې د افغان کډوالو ترمینځ نښته شوې ده، مرګ ژوبله هم لري

په یونان کې د افغان کډوالو ترمینځ نښته شوې ده، مرګ ژوبله هم لري



د یونان پولیس وایي چې د یاد هیواد په لاسوس سیمه کې د افغان کډوالو ترمینځ نښته شوې ده چې یو بل یې سره وژلي او ټپيان کړي هم دي.
ویل کیږي چې په یاده نښته کې یو تن وژل شوی دی او ترې تنه نور ټپیان دي.
تر اوسه نه ده ښکاره چې د افغان کډوالو ترمینځ اخ و ډب ولې پېښ شوی و.
د هیواد د وروستیو نا امنیو او بیوزلی له امله ورځ تر بلې افغانان له هیواده تښتي چې ویل کیږي یوازې په یونان کې همدا اوس ۸۵۰۰ تنه افغانان د کډوالو په کمپ کې اوسیږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top