سوريه کې د روسيې د جټ الوتکو ٥٣ ملکيان وژلي

سوريه کې د روسيې د جټ الوتکو ٥٣ ملکيان وژلي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۶مه) په سوریه کې یوې څارونکې ډله ویلي، چې په دغه هېواد کې د روسيې د جټ الوتکو په هوايي حملو له کبله د ٢١ ماشومانو په ګډون ٥٣ ملکيان وژل شوي دي.
د دې ډلې په خبره دغه ملکيان د سوريې د ختيځ په هغه کلي کې وژل شوي چې د داعش ډلې له خوا نيول شوي دي.
بل خوا د سوريې د بشري حقونو د څار بريتانيا مېشته ډله وايي، دغه حمله پرون سهار په دير الزور ولايت کې شوې. دې ډلې تر دې مخکې د وژل شويو شمېر ٣٤ ياد کړى وو.
هلته د ملکيانو د وژنې راپور د خپلواکو سرچينو له خوا نه دى تائيد شوى. روسيې هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د ٢٠١١میلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې د سوريې په جګړه کې تر ٣ لکه او ٣٠زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
   
tags

ستاسې تبصرې

*


Top