د يوه پاکستاني مذهبي ګوند فعالان له حکومت سره موافقې ته رسیدلي

د يوه پاکستاني مذهبي ګوند فعالان له حکومت سره موافقې ته رسیدلي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۶مه) پاکستان کې د يوه مذهبي ګوند فعالانو ویلي؛ له حکومت سره د قانون وزير د استعفا په مسئله کې موافقې ته رسېدلي او خپل د څو اوونيو اعتراضونه به پاى ته ورسوي..
د تحريک لبيک يا رسول اله ډلې وياند اعجاز اشرفي نن سهار رويټرز اژانس ته وويل، چې د دوی غوښتنه منل شوې ده.
هغه زیاته کړې، حکومت به د قانون د وزير استعفا اعلان کړي او دوى به نن خپل اعتراض پاى ته ورسوي.
دغه مذهبي تحريک پلازمېنې اسلام اباد ته غځېدلې عمده لار تړلې وه؛ له امنيتي ځواکونو سره په شخړو کې ٦ تنه وژل شوي او څه باندې ٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.
مظاهره کوونکو د قانون وزير په هغه څه تورنوي چې دوى يې مقدساتو ته سپکاوى ګڼي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top