شمیم خان ګټوازی: غاصبین دی دولتي ځمکې پریږدي کنه بیا به قانوني چلند ورسره وشي

شمیم خان ګټوازی: غاصبین دی دولتي ځمکې پریږدي کنه بیا به قانوني چلند ورسره وشي



د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د امنیتي ځواکونو شهداوو، معلولینو، معلیمینو او دولتي مامورینو په شهرک کې چې ۳۲۵۰ جریبه ده، رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د غاصبینو سره به قانوني چلند وکړي، دده په آند چی نوموړي شهرک کې ځینو خلکو تر سلو زیاتې ودانې غیر قانوني جوړې کړي، چې تر راتلونکو څو اونیو پورې به یاده سیمه د خلکو له ولکې خلاصه شي، نوموړي د نورو غصب شوو ځمکو اړوند وویل
(( د امنیت په برخه کې لږ څه متیقن شوي یو، دغه میاشت مونږ همدې ته ځانګړې کړی ده، هر چیرته چې دولتي ځمکه غصب شوی وي مونږ به یې د غاصبینو له لاسه وباسو او قانوني چلند به ورسره کوو.))

په ورته وخت کې د پکتیا د ولایتي شورا ریس عبدالمالک ځاځي رسنیو ته وویل چې د یادې ځمکې اړوند کوم اسناد چې هاغه خلکو وړاندې کول کوم چې دلته میشت دي غیر قانوني دي نوموړي وړاندې وویل
(( کوم اسناد چې دوي د ځان لپاره قانوني ګڼل غیر قانوني دي، په نږدې راتلونکي کې به د امنیتي ځواکونو شهداوو، معلولینو، معلمینو او دولتي مامورینو ته خپل حق ورکړل شي .))

بل لور ته په همدې سیمه کې یوتن اوسیدونکې حضرت خان رسنیو ته وویل چې زمونږه کورونه ورانول ظلم دی ځکه زمونږ سره چا فیصله نده کړی ده وړاندی وویل ((وروره نه مونږ ته چا اطلاع راکړی، نه چا فیصله
کړی ده، دا ځمکه زمونږ د نیکونو وه، او له ډیرو کلونو راهیسې یې مونږ ساتنه کوو.))

نوموړی د شاوخوا ۱۹۰۰۰ زرو جریبه ځمکې یادونه کوي او وايي چې مونږ اسناد په لاس لرو مګر بیا هم دولت دغه ځمکه دولتي ګڼي.

دا لومړی ځل ندی چې په پکتیا کې د ځمکود غصب خبرې رابرسیره کیږي، مګر له دې میاشت وړاندې د رادارو په نامه سیمه کې هم د ځمکې د غصب اوازې وې چې اوس هم یاده موضوع ګونګه پاتې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top