اقتصادي تحرک او سوداګریزه وده

اقتصادي تحرک او سوداګریزه وده



اقتصاد د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، مګر د افغانستان په څېر جګړه ځپلې هېوادونه او ټولنې ملاماتې وي، ځکه د اوږدو جګړو، ناامنیو، وزګارتیا، ویجاړۍ او دربدرۍ له امله د هېواد او خلکو اقتصاد دومره خراب شوی وي، چې وده او پیاوړتیا یې لسیزې وخت، پام او زیار ته اړتیا لري.

اوسني حکومت د خپل کار له پیله د جنګ د مدیریت باوجود اقتصادي همکاریو او سوداګریزې ودې ته پام ډېر کړ. په لومړي ګام کې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره په دې اړه مسلسل مذاکرات وکړل او د دغو مذاکراتو په پایله کې یې د چا بهار بندر د پرانیستې تر څنګ د اورګاډي پټلیو او له هند سره هوایي دهلېز هم رامنځته کړ.
د دغو لارو او بندرونو له امله په لومړي ګام کې افغانستان د پاکستان له همېشني احتیاج څخه ووت، ځکه دا مهال افغانستان د کراچۍ بندر په پرتله څو لنډې، ارزانه او بدیلې لارې لري او په دویم ګام کې د سوداګرۍ د ودې او اقتصادي تحرک زمینه برابهر شوه.

د کراچۍ بندر بدګڼه دا وه چې پاکستاني مقاماتو تل په افغانستان د فشار په توګه کاراوه، کله به هم چې د افغانستان او پاکستان سیاسي مناسبات ترینګلي شول، نو پاکستانیانو به په کراچۍ بندر کې د افغان تاجرانو مالونه بند کړل، هغوی به یې ځورول او همدارنګه به یې په سپین بولدک او تورخم کې هم لارې بندې او بار وړونکي موټر ودرول.

د پاکستان د دا وړ چلند تاوان دا وو چې د افغان تاجرانو مالونه به پر وخت نه رسېدل، پر هغو به اضافي مالیه وضع کېدله، مالونه به خرابېدل او تر ټولو بده لا دا چې په هېواد کې به د موادو د قلت له امله نرخونه دومره لوړ شول چې د خلکو له وسه به ووتل.

همدغو ټولو ستونزو او د سوداګرۍ ودې او اقتصادي تحرک ته په پام د افغانستان حکومت څو ترانزیتي لارې او وچ بندرونه پرانیستل. له چین څخه د لومړي ځل لپاره په سوداګریزو مالونو بار اورګاډی افغانستان ته راغی.
همدارنګه له هند څخه په ۱۵ زره ټنه غنمو بار بېړۍ چا بهار بندر ته راورسېده. د ترکمنستان – اقینې د اورګاډي کرښه هم پرانیستل شوه او افغانستان به له دغې لارې وتوانېږي چې له ۵-۷ ورځو پورې د اروپا بازارونو ته ځان ورسوي.

همدارنګه له ایران څخه هرات ته اورګاډی راورسېد. افغانستان او هند ځانګړی هوایي دهلېز رامنځته کړ او د افغانستان سږنۍ مېوې د همدغه هوایي کوریډور له لارې هند ته ورسېدې. همدا سږکال افغانستان د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
 
د حکومت د پرلپسې کوښښونو له برکته په افغانستان کې د پانګونې ګڼ فرصتونه تشخیص او ګڼ کورني او بهرني پانګوال پانګونې ته هڅول شوي دي. د الکوزي شرکت ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه یې ښه بېلګه ده او په پام کې ده چې دا پانګونه په نږدې راتلونکي کې یو میلیارد ته لوړه شي.

لنډه دا افغان پانګوالو ته د ګڼو فرصتونو او اسانتیاو تر څنګ څو لارې خلاصې شوي. سوداګري تر پخوا وده کړې، ځکه چا بهار بندر جوړ شوی، افغانستان له قزاقستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو او هند څخه خپل د اړتیا وړ اوړه او غنم رانیسي. همدارنګه افغانستان کوښښ کوي چې خپل د اړتیا وړ نور توکي له څو بېلابېلو هېوادونو څخه وپېري تر څو باکیفیته او ارزانه توکي وارد کړي.

لنډه دا که جګړه نه وي، نو باور دی چې افغانستان به په څو کلونو کې د سوداګرۍ او اقتصادي ود له پلوه زیات پرمختګ وکړي چې ه به د خلکو پر ژون داو هم د کاري زمینو پرېمانۍ کې به ښه رول ولري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top