د پروان په مرکز چاریکارو کې د ترافیکي پیښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پروان په مرکز چاریکارو کې د ترافیکي پیښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې



د پروان ولایتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت مرکز چاریکارو اړوند ربات سیمه کې د دوو موټرو د ټکر په پیښه کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۵ تنه نور ټپیان دي.
د یاد ولایت ترافیکو یو مسوول ویلي دي چې پېښه د یو کورولا ډوله موټر او یوه لارۍ موټر د ټکر له امله رامینځته شوې ده.
په پېښه کې ۳ ښځې، د موټروان په ګډون ۳ سړي او یو ماشوم شهیدان شوي دي او د ټپيانو په مینځ کې هم یوه میرمن او دوه ماشومان شامل دي چې د چاریکارو مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
د پروان ملکي روغتون رییس هم پېښه تاییده کړې ده او ویلي یط دي چې اووه جسدونه او ۵ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي  او زیاته کړې یې ده چې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top