دکرنې وزارت په هلمند کې د چرګانو د ساتنې ۲زره فارمونه جوړوي

 دکرنې وزارت په هلمند کې د چرګانو د ساتنې ۲زره فارمونه جوړوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۵مه) ویل شوي، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په هلمند ولایت کې له بېوزلو کورنیو سره، د مرستې په هدف د چرکانو د ساتنې د ۲۰۰۰ فارمونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغو فارمونو په جوړولو ۴۵،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان د کرنې وزارت له بودجې ورکول کېږي.
هغه زیاته کړې، چې یادې کورنۍ دمخه د هلمند ولایت په مرکز، ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې سروې شوي وې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top