د کابل او خوست لویه لاره مظاهره چیانو تړلې

د کابل او خوست لویه لاره مظاهره چیانو تړلې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۵مه) د پکتیا مرکز ګردېز بنوزیو اوسېدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د کابل خوست لویه لاره تړلې او وايي، تر هغو به یې مظاهره دوام ولري چې د دوی حق نه وي ورکړل شوی.
تېره ورځ د پکتیا والي شمیم خان کټوازي او ولایتي ادارې د ګردېز بنوزیو په سیمه کې د ښار ګوټي پلان پلي کېدو په خاطر د خلکو ولاړې کلاوې ړنګې کړې او رسنیو ته په خبرو کې یې وویل چې دوی به د حکومت پلان تطبیق کړي او ځمکې به له غصبه خلاصې کړي.
هغوی ویلي؛ مظاهره به یې تر هغو دوام ولري او د خوست کابل لویه لار به تړلې ساتي چې مرکزي او ولایتي ادارې یې ستونزه په بنسټيز ‌‌‌‌‌‌ډول حل کړي نه وي.
تېره ورځ پکتیا والي شمیم کټوازي رسنیو ته په خبرو کې څرګنده کړه، چې د خلکو حق وي و رکوي یې او که نه وي کورونه یې نړوي او د حکومت غصب شوې ځمکې د خلکو څخه خلاصوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top