د ننګرهار په خوږیاڼیو کې داعش او طالبان ډلو ترمنځ نښته شوي

د ننګرهار په خوږیاڼیو کې داعش او طالبان ډلو ترمنځ نښته شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۴مه) له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې له امله یې د خوږیاڼیو سلګونه کورنۍ کورونو پرېښودو ته اړې شوي دي.
 ننګرهار کې امنیتي چارواکو هم منلي، چې د خوږیاڼیو په وزیرو سیمه کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې روانې دي؛ خو په دې اړه هېڅ عملي اقدام نه کوي.
د وزیرو ځايي خلکو ويلي؛ د تېرو درېیو ورځو راهیسې امریکايي الوتکو د پره خېلو پر سیمه الوتنې کولې او په سیمه کې یې مېشتو داعشیانو ته یې وسلې او مهمات راوړل، چې د تېرې جمعې په شپه بیا د طالبانو سره لاس او ګرېوان شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، په تېرو دوو ورځو کې په پیره خېلو کې خونړۍ جګړې شوې؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
داعش دوه کاله وړاندې هم د وزیرو په سیمه برید کړی و، چې د څو ساعته نښتې وروسته طالبانو شا تګ ته اړ کړل.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top