سعودي: افغان سفارت کې به تذکیري وویشل شي

سعودي: افغان سفارت کې به تذکیري وویشل شي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۴مه) په سعودي کې د افغانستان سفیر سید جلال کریم پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سر له سبا به هغو افغانانو ته تذکیري وویشل شي چې تذکري نه لري.
هغه ویلي؛ د کورنیو چارو وزارت د احوالو او نفوسو اړوند یو پلاوی په ریاض کې افغان سفارت او بل پلاوی په جده ښار کې افغان کونسلګرۍ ته راځي، تر څو هغو افغانانو ته تذکري ورکړي.
کریم لیکلي؛ په سعودى عربستان کې ميشتو افغانانو ته خبر ورکول کيږى، چې د يک شنبې په ورځ د هويت د ثبتولو او تذکرو د ويشلو په موخه په رياض ښار افغان سفارت کې او د جدى په ښار افغان جنرال قونسلګرى کېد تذکرو ويشلو لړۍ پیل شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top