پوځي سپي، په افغانستان که د خدمت لپاره مډال ګټلی

پوځي سپي، په افغانستان که د خدمت لپاره مډال ګټلی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۴مه) یو بریتانیایي پوځي سپی چې په افغانستان کې یې د سرتیرو ژوند ژغورلی دی، اوس ستایل کیږي. هغه ته له دې کبله د شجاعت مډال ورکړل شوی دی.
مالي، چې یو اته کلن پلژیکي مالینوز سپی دی، د جمعې په ورځ د دینکن مډال ترلاسه کړ.
دغه مډال دPDSA  ویترنري خیریه سازمان له خوا ورکول کیږي او چې د "ویکتوریا کراس مډال" معادل بلل شوی دی.
ویکتوریا کراس مډال په بریتانیا کې زړورتیا لپاره تر ټولو معتبر نښان دی.

 دغه لومړی پوځي سپي نه دی، چي په افغانستان کي د بهرنيو عسکرو سره د مرستي له کبله ستايل کيږي. له دې څخه مخکې هم يو شمېر پوځي سپيانو ته په افغانستان کي د خدمت لپاره مډالونه ورکول سوي دي. په دغو سپیانو کي يو مشهور سپی د بوبي په نوم ياديږي چي په ۱۸۸۰ د افغانستان په ميوند کي په جګړه کي ژوندی پاته سوی و. د هغه وخت بريتانوی ملکې ويکټوريا دغه سپي ته مډال ورکړی و. 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top