د افغان حکومت ۱۲کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل

د افغان حکومت ۱۲کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۴مه) د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د حکومت کابینې لپاره، ۱۲ کاندید وزیران د رایې اخیستو لپاره نن ولسي جرګې ته ور وپېژندل.
هغه له ولسي جرګې وغوښتل، چې د هېواد حساس وضعیت او ملي ګټو ته په کتو له اساسي قانون سره سم کاندید وزیرانو ته د باور رایه ورکړي.
ویل شوي، چې نصیر احمد درانی د کرنې، مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، طارق شاه بهرامي او ویس برمک د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، یما یاري، فیض الله زکي او مصطفې مستور د فواید عامې،کار او ټولنیزو چارو او اقتصاد وزارتونو، حمید طهماسي د ټرانسپورت شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو او ګل اغا شيرزی د قومونو او قبایلو او سرحدونو چارو د وزارتونو،نرګس نهان د کانونو او پطرولیم او نجیب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شول.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له حکومته غوښته وکړه، چې د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو، پوهنې وزارتونو ته هم کاندید وزیران او د سترې محکمې د عالي شورا پاتې غړي هم د رایې اخیستو لپاره یادې جرګې ته معرفي کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top