د اوکراین پخوانۍ صدراعظمې ویلي؛ د مینسک موافقه ناکامه شوې

 د اوکراین پخوانۍ صدراعظمې ویلي؛ د مینسک موافقه ناکامه شوې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۴مه) د اوکراین پخوانۍ صدراعظمه وايي، چې د دې هېواد په ختیځ کې له روس پلوه بېلتون پالو سره د اوربند په اړه د مینسک موافقه ناکامه شوې ده.
یولیا تیموشینکو پرون په بروکسل کې د ازادي اروپا له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي؛ د اوکراین د ختیځ د شخړې د حل لپاره باید د بوداپسټ د ۱۹۹۴کال د موافقې له مخې د اوربند بله موازي موافقه وشي.
هغې د ولسمشر پتروپروشنکو په مشرۍ د اوکراین حکومت ملامت کړ، چې د دې په وینا د بوداپست موافقه يې هیره کړې ده.
نوموړې دا مهال د اوکراین د حکومت د تر ټولو لوی اپوزېسیون مشري کوي ویلي دي چې روسیه دا مهال له اوکراین سره په جګړه کې ده.
روسیه بیا له خپل لوري دا ردوي چې ګنې دا هېواد د اوکراین د ختیځ له بېلتون پالو ملاتړ کوي او یا د کییف په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top