عبدالله عبدالله د شنګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې ګډون کوي

عبدالله عبدالله د شنګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې ګډون کوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۴مه) د افغانستان اجرائیه ییس عبدالله عبدالله د شنګهای د همکارۍ سازمان د سږني کال په سرمشریزه کې ګډون کوي.
ویل شوي، چې دا غونډه به د راتلونکي جمعې په ورځ د روسيې په ساحلي ښار سوچي کې جوړیږي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ویلي؛ ښاغلی عبدالله به په دې غونډه کې پر امنیتي او اقتصادي موضوعاتو وینا وکړي.
 
هغه زیاته کړې، چې عبدالله عبدالله به د کنفرانس په څنډو کې د روسيې د صدراعظم دمیتري مدودف په ګډون د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.
 
روسیه، چین، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان، قزاقستان او قرغزستان د شنګهای د همکارۍ د سازمان غړي دي.
 
افغانستان، ایران، بلاروس او مغلستان په دې سازمان کې د څارونکو هېوادونو په توګه ګډون کوي.
 
عبدالله عبدالله په داسې وخت کې په روسیه کې د شنهګای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډون کوي چې د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د تېرې اوونۍ په وروستیو کې په مسکو کې د روسيې او منځنۍ اسیا د هېوادونو په یوه امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top