امریکا له پاکستانه په کلکه غوښتلي دي چې حافظ سعید ونیسي

امریکا له پاکستانه په کلکه غوښتلي دي چې حافظ سعید ونیسي



وروسته له هغې چې پاکستان د لشکر طیبه (جماعت دعوه) مشر حافظ سعید له نظر بندۍ خوشی کړ په غبرګون کې یې امریکا له یاد هیواده په کلکه غوښتنه کړې ده چې حافظ سعید بیرته ونیسي او امریکا ته یې په اړه ډاډ ورکړي.
حافظ سعید چې په هند او افغانستان کې په بیلابیلو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري پرون د پاکستان یوې محکمې بې ګناه اعلان کړ چې په هکله یې هند خپل غبرګون وښود او په ترڅ کې ځینو خلکو په یاد هیواد کې په لاریونونو هم لاس پورې کړ.
هند وایي چې حافظ سعید د ۲۰۰۸ کال د بمبیي په ترهګریز برید کې لاس درلود چې له امله یې ۱۶۰ تنه ملکیان ووژل شول.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top