اتمر: روسیه دې له طالبانو سره د اړیکو له مخې په افغانستان کې د سولې لپاره همکاري وکړي

اتمر: روسیه دې له طالبانو سره د اړیکو له مخې په افغانستان کې د سولې لپاره همکاري وکړي



د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر وایي چې که چیرې روسیه له طالبانو سره کوم ډول اړیکې لري نو دا هیواد باید په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره همکاري وکړي.
حنیف اتمر چې روسیې ته په سفر تللی دی له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې یې یادې خبرې کړي دي.
اتمر غوښتنه کړې ده چې له طالبانو سره د روسیې اړیکو په اړه باید یو نړیوال پلاوی پلټنې وکړي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو او روسیې اړیکې باید د دې سبب نشي چې طالبانو ته په افغانستان کې د جګړېدلو جرات ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یوې بهرنۍ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې طالبان په افغانستان کې د روسي نفتو له خرڅلاو څخه پیسې تر لاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي له طالبانو سره د یاد هیواد اړیکې په کلکه رد کړي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top