نظم

نظم



وايه زړه کښي دې اوسيږم
که عبث عبث کړېږم
 
دیوې خولګۍ په تمه
دلته هلته هلته کېږم
 
يم راځوړند په ارمان خپل
هله ژر کوه رالوېږم
 
ستا په پښوکې درغوزارشم
ته مې وينې چي کپیږم
 
ستا ځواني ته لا دا اوس اوس
دبورا غوندي تاوېږم
 
 
دشبنم عوندي لږ وخت دی
بيا به نه یمه ورکېږم
 
 
 
عمري دې لا پخوا کې
له کلو څخه لوبېږم
 
 
( عمري . مسلم باغ )
tags

ستاسې تبصرې

*


Top