د مصر په ترهګريز برید کې د وژل شوو شمېر ۲۳۵ تنو ته رسیدلی

د مصر په ترهګريز برید کې د وژل شوو شمېر ۲۳۵ تنو ته رسیدلی



د مصر شمال ته د سینا سیمې په يوه جومات کې، د تیرې ورځې خونړي برید کې د وژل شوو شمېر ۲۳۵ تنو ته رسیدلی او ۱۲۰ تنه هم ټپیان دي.
دغه برید، چې د مصر په معاصر تاریخ کې تر ټولو لوی او خونړی برید و، د وسلوالو اورپکو لخوا تر سره شوی، چې د لويې بمي چاودنې تر څنګ په کې ډزې هم شوي.
عیني شاهدانو ويلي، چې په لسګونو وسلوال د موټر په واسطه، د الروضه کلي کې يو جومات ته ورغلل او د لمانځه پر مهال يې چاودنه رامنځته کړه او د تېښتې پر مهال يې پر جومات باندې ډزې هم کولې، چې په پایله کې يې ګڼ شمېر کسان ووژل.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top