ایممرسن مننګګا د زمبابوې د نوې ولسمشر په توګه لوړه وکړه

ایممرسن مننګګا د زمبابوې د نوې ولسمشر په توګه لوړه وکړه



روهي (جمعه/۳ د لېندۍ)، د زمبابوې د پخواني ۹۳ کلن ولسمشر رابرټ موګابې له استعفا وروسته ایممرسن مننګګا نن ورځ جمعه، د ياد هېواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، په دې سره د رابرت موګابې ۳۷ کلنه ولسمشرۍ دوره پاي ته ورسېده.
 
د لوړې په مراسمو کې چې د زمبابوې په پلازمېنه کې د سپورټ په ملي ستوډيوم کې ترسره شول، په لسګونه زره زمبابوي وګړو برخه اخېستي وه.
 
تېره ورځ ایممرسن مننګګا په خپله لومړنۍ وينا کې ټېنګار وکړ، چې زمبابوې به د يوې نوې ډېموګراسۍ په لور يوسي، خپلو خلکو ته به دندې پيدا کړي او د هېواد د اقفصادي وضعيت د لوړوالې لپاره به هڅې او کوښښ وکړي. نوموړي د خپلو خبرو ډېره برخه د خپلو خلکو د ارام او هوسا ژوند په اړه وړندې کړه.
 
په زمبابوې کې د پوځي ځواک او لارينونو وروسته درې ورځې وړاندې پخواني ۹۳ کلن ولسمشر رابرټ موګابې استعفا ته اړ شو او پر ځاي يې پخواني مرستيال ولسمشر ایممرسن مننګګا نن ورځ د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top