ځینو خوستوالو د خوست د امنیه قوماندن د بدلولو مخالفت کړی

ځینو خوستوالو د خوست د امنیه قوماندن د بدلولو مخالفت کړی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۳مه) خوست کې قومي مشران، دیني عالمان او مدني فعالان له څو ورځو را په دیخوا سره ناستې لري؛ دوی د خوست د امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د تبدیلۍ له پرېکړې سره مخالفت کوي.
ویل شوي، چې د جنرال غیرت پهمووجودیت کې د خوست امنیت ښه شوی، د پوځي ادارو او خلکو تر منځ اړېکې نېږدې شوي او تر ډېره بریده د پولیسو په ادارو کې د فساد او بډو مخه نیول شوې، نو په دې حالت کې د نوموړي قوماندن د تبدیلۍ پرېکړه پرځای نه ده.
بل خوا قومي مشرانو ګواښ هم کړی، که چېرې مرکزي حکومت له دې پرېکړې منصرف نشي، نو د لاریونونو په ګډون به پراخو مدني حرکتونو ته مخه کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top