د کاپیسا په نجراب کې هوايی برید کې ۵ کسان وژل شوي

د کاپیسا په نجراب کې هوايی برید کې ۵ کسان وژل شوي



(روهيـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۳مه) د ورکړل شویو راپورو له مخې، د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې په هوايي بمبارۍ کې ۵ ملکیان وژل شوي دي.
د دغه ولایت والي ویاند قیس قادري رسنیو په خبرو کې ویلي؛ دا ۵ ملکي کسان چې ۳ ماشومان او دوه مېرمنې په کې شاملې دي، تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په دره افغانیه سیمه کې د دولتي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.
د هغه په خبره، وژل شوي ملکیان د یوه ځايي طالب مشر مولوي مالک د کورنۍ غړي دي.
د قادري ویلي، چې امنتیي ځواکونو د مولوي مالک د نیولو هڅه کوله، خو مولوي مالک له سیمې تښتېدلی او ورور یې جګړه پیل کړې.
امنتیي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د مولوي مالک ورور محمد بلال هم وژل شوی دی
وسله والو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top