داعش وسله والو د خپلو ۱۵ غړو سرونه پرې کړي

داعش وسله والو د خپلو ۱۵ غړو سرونه پرې کړي



روهي (جمعه/۳ د لېندۍ)، د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته  په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلې دي چې، ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ د مامندرې سرخ اب بازار سيمه کې تېره ورځ شاوخوا دوه بجې داعش وسله والو د خپلمنځي اختلافاتو له امله د خپلو ۱۵ غړو سرونه پرې کړي.
د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو ترمنځ سخت اختلافات رامنځته شوي، چې له امله يې خپلمنځي وژنې پيل کړي دي.
په ورته وخت کې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ، ګجره، پاپين او مياه ګل سيمو کې ګډو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات کړي، چې ترڅ کې يې لس داعش وسله وال وژل شوي او د دوي دوه عرادې موټر سايکلونه او يوشمېر وسلې لمنځه وړل شوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top