د «لشکر طیبه» بنسټګر حافظ سعید له بنده آزاد شو

د «لشکر طیبه» بنسټګر حافظ سعید له بنده آزاد شو



د پاکستان په لاهور کې يوې محکمې د «لشکر طیبه» بنسټګر حافظ سعید له کورني بنده آزاد کړ.
امریکا او هند نوموړی، د مومبايي (بمبي) په بریدونو کې، چې په ۲۰۰۸ کال کې تر سره شو، مسوول بللی و.
امریکا د داسې مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره، چې د نوموړي د نيول کیدو سبب شي، ۱۰ ميلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه.
حافظ سعید د بمبي په برید کې، چې ۱۶۰ تنه په کې ووژل شول د لاس لرلو نه انکار کړی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top