په خوست کې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې ریاست ته د دوه پوړې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې

په خوست کې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې ریاست ته د دوه پوړې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې



روهي (پنځه ننۍ/۲ د لېندۍ)، نن ورځ د خوست ولایت په اداري کمپلېکس کې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې ریاست ته د دولت د انکشافي بودجې څخه د (۱۴) مېلیونه افغانیو په ارزښت د دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوې چې ساختماني کارونه به یې د قرارداد مطابق په د یو کال په موده کې سرته ورسیږي.

هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، په کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي،د ولایت مقام مرستیال شېربادشاه ارګوني،د ولایتي شورا منشي قمرعلي لکڼوال،د نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست رییس نجي الله همدرد ، د بېلابېلو دولتي ادارو رییسانو،مدني فعالانو او خبریالانو ګډون کړی وو.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وویل خوشاله دی چې په خوست کې په پرلپسې ډول دا دی د یوې بلې مهمې پروژې د بنسټ ډبره ږدو چې د ودانۍ په جوړېدو او بشپړېډو سره به د یاد مهم ریاست په کارونو کې اسانتیاوې رامنځته او دخلکو لپاره به د نشه یي توکو پرضد پیل شوي مبارزه کې موثر خدمات وړاندې کړي.

نوموړي پدې خوښي وښوده چې خوست د هغو ولایتونو په سر کې ځای لري چې دلته د هر ډول نشه یي توکو کښت په بشپړ ډول صفر شوی دی خو د ده په وینا د نشه یي توکو قاچاق ،پېر او پلور لا هم په خوست ولایت کې شتون لري چې په وړاندې یې باید پيل شوې مبارزه نوره هم ګړندۍ شي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه چې د نشه یي توکو سره مبارزه یوازې د دغه ریاست او پولیسو دنده نده بلکې شرعي اوامرو او د افغانستان قانون ته په کتو سره هر وګړی مکلف دی چې ددغه شومې او ناوړه پدیدې په وړاندې شریک کار وکړي.

نو په همدې اساس یې په دیني عالمانو،قومي مشرانو،مدني ټولنو او د رسنیو په استازو او خبریالانو غږ وکړ چې د نشه یي توکو د بدې پدیدې په وړاندې له ممبر،حجرې،رسنیو او غونډو پواسطه جدي او عملي مبارزه پيل کړي،خلک د نشه یي توکو په اضرارو او ناوړه پایله وپوهوي، ترڅو په نشه یي توکو باندې د ځوانانو روږدي کولو ته د پای ټکی کېښودل شي.

خوست والي په ملي امنیتي ځواکونو هم غږ وکړ چې د نشه یي توکو په وړاندې مبارزه چټکه کړي او هر هغه څوک چې د نشه يي موادو په قاچاق،پېر او پلور کې لاس ولري، تثبیت او د قانون منګولو ته وسپاري.نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې په خوست ولایت کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره شل بستریز روغتون فعالیت کوو،خو د پرلپسې هلو ځلو وروسته اوس مهال په خوست کې د (۷۰) بستریز روغتون په شتون کې د روږدو کسانو درملنه کیږي.په کورنیو یې غږ وکړ چې که چېرې یې خپل ځوانان په نشه یي توکو روږدې وي، په عاجل ډول دې هڅه وکړي چې د معتادینو روغتون یې د درملنې لپاره ور معرفي کړي.
د نشه یي توکو پرضد د مبارزې ریاست رییس نجي الله همدرد دخوست ولایتي ادارې د مشرتابه څخه مننه وکړه چې همېشه یې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په لاره کې عملي همکاري کړي او خلک یې پدغه لاره کې پراخې همکارۍ ته هڅولي دي.
 
نوموړي د اهم وویل چې ددې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی د کارکوونکو هغه اداري ستونزې چې اوسمهال موجودې دي، په بشپړ ډول هوارې شي.

د مراسمو په پای کې د جوړېدونکي ودانۍ ساختماني کارونه د خوست والي او ورسره د مل پلاوي له لوري د بنسټ د ډبرې په کېښودلو سره پيل شول.
 
د یادولو وړ ده چې نن په همدې ورځ د خوست ولایت د نشه یي توکو پرضد د مبارزې ریاست ته نجي الله همدرد چې پخوا یې هم د همدې ریاست سرپرستي په غاړه درلوده،د سي بي ار په پروسه کې له بریالیتوب وروسته د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي له لوري د ادارې کارکوونکو ته په رسمي توګه د رییس په صفت ور وپېژندل شو.

خوست والي د رییس او کارکوونکو څخه وغوښتل چې د نشه یي توکو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه د مرکز څخه تر ولسوالیو هم وغځوي او پدغه لاره کې ددیني عالمانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو او رسنیو پرمټ پراخ کمپاین وکړي، ترڅو هره کورنۍ د نشه یي توکو پرضد د مبارزې په لاره کې اوږه په اوږه شریک کار وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top