د داعش پر ضد پر مبارزه باندې د روسیې او افغانستان لخوا ټینګار شوی

د داعش پر ضد پر مبارزه باندې د روسیې او افغانستان لخوا ټینګار شوی



د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له خپل روسي سیال نیکلای پاتروشف سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د داعش پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.
 د حنیف اتمر له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نوموړي له خپل روسي سیال سره پرون په مسکو کې کتلی او د دواړو هېوادونو تر منځ یې پر ګڼو مسایلو خبرې کړې دی.
 د روسیې د ملي امنیت شورا د سلاکار نیکلای پاتروشف له دفتره هم په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تروریزم پر ضد پر مبارزې، ا قتصادي او سیاسي مسایلو خبرې اترې کړې دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top