په جلال‌اباد کې ځانمرګي برید ۸ تنه وژلي

په جلال‌اباد کې ځانمرګي برید ۸ تنه وژلي



د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو په سيمه کې نن له غرمې وروسته  د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه‌ييزو پولیسو پخواني قوماندان شيخ اکرم کور مخې ته ځانمرګی بريد شوی دی.
د دغه ولایت والي ویاند عطاءالله خوګياڼي ویلي، چې په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور زخمیان دي چې ټول ملکي وګړي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې نن په لسګونو کسانو د قوماندان شیخ اکرم په ملاتړ مظاهره هم کړې ده.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه پورې کومې وسله‌ والې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه دی منلی.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top