ميانمار او بنگله دېش د روهېنگيانو بېرته ستنېدو تړون لاسليک کړ

ميانمار او بنگله دېش د روهېنگيانو بېرته ستنېدو تړون لاسليک کړ



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲مه) بنگله دېش له ميانمار سره، د روهېنگيا مسلمانانو د بېرته ستنېدا تړون لاسليک کړى.
ویل شوي، چې د دغه تړون پر بنسټ به سلگونه زره هغه روهېنگيان چې تاوتريخوالي او د پوځ د عملياتو له امله گاونډ بنگله دېش ته تښتېدلي، وتوانېږي چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
بنگله دېش وايي دا حالاتو کې د سمون په لور لومړى گام دى.
د ميانمار چارواکو ويلي هومره ژر چې شونې وي ځان به د روهېنگيانو بېرته ستنېدا ته چمتو کړي.
مرستندويو ټولنو د روهېنگيانو جبري ستنولو په تړاو اندېښنه څرگنده کړې او وايي د هغوى خونديتابه بايد تضمين شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top