بین الافغاني مذاکرات

بین الافغاني مذاکرات



افغانانو د تاریخ په اوږدو کې تل خپلې ستونزې د جرګو او مذاکراتو له لارې په سوله ییزه توګه حل کړې دي او له همدې امله دوی د مذاکراتو ظرفیت او پخه تجربه لري. که چېرې بهرني هېوادونه او ځینې خاص حلقې مداخله ونه کړي او افغانان دېته پرېږدي چې خپلو اوسمهالو ستونزو ته اساسي حل ولټوي، نو باور دی چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې به شته ستونزې په ښه توګه حل کړي.

دولت له حزب اسلامي سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په بریالیتوب سولې ته په رسېدو سره یو ځل بیا بهرنیانو ته دا وښوده چې دوی هم د مذاکراتو له لارې د سولې اراده او هم د بین الافغاني مذاکراتو د ښه ترسره کولو او مثبتې پایلې د ترلاسه کولو ظرفیت لري.

د افغانستان دولت د تروریستي ډلو او ګروپونو پر ضد د کلکې مبارزې تر څنګ مخالفانو ته تل د قانوني او باعزته سولې بلنه ورکړې او د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د مذاکراتو بریالي ترسره کېدو، د سولې تړون لاسلیک او د دغه تړون د تطبیق لپاره د باصلاحیته پلاوي ټاکلو دا وښودله چې افغان حکومت د سولې د تامین ټینګه اراده لري او همدارنګه افغانان دا درایت او ظرفیت لري چې خپلمنځي شخړې، ستونزې او اختلافونه د خبرو او مذاکراتو له لارې په سوله ییزه توګه حل کړي.

مګر اساسي ستونزه داده چې په جګړه کې ښکېل لوری یا په خپل واک کې نه دی، یا د سولې اراده او نېت نه لري او یا مشروع او داسې قانوني غوښتنې نه لري چې دوی یې د مذاکراتو له لارې د حل او فصل په موخه وړاندې کړي، نو له همدې امله دوی تل د سولې غوښتنه ردوي او یوازې د جنګ په دوام ټینګار کوي.
د افغانستان دښمنان او تروریستي ډلې د سولې د ردولو تر څنګ د جنګ په میدان کې هیڅ ډول اصول نه مراعتوي، طغیان کوي، عام وګړي، ښځې، ماشومان، سپېڅلي او ټولګټي ځایونه او د لارو مساپر، بزګران، پوونکي او نور عام وګړي په نښه کوي.

د دوی د ټولو سرغړونو، جرمونو او وحشتونو باوجود له ټولو افغان وسله والو مخالفینو سره سوله زموږ د هېواد اړتیا او د خلکو اساسي غوښتنه ده، مګر دا سوله به یوازې له افغان وسله والو او طالبانو سره وي. هغوی چې افغانان وي، ځکه موږ کولای شو له هغوی سره په اسانۍ مذاکراتو او نتیجې ته ورسېږو.

د نشه یي توکو له قاچاقبرانو او د جرمي اقتصاد مافیا او د سیمې او بین المللي تروریستانو ګروپونو سره سوله امکان نه لري، ځکه هغوی له موږ سره کومه حقوقي یا سیاسي ستونزه او بحث نه لري، بلکې هغوی غواړي چې د سیمې د نارامه کولو لپاره له موږ څخه د جنګ د میدان په توګه ګټه واخلي.

د افغانستان حکومت به د بهرنیو تروریستانو د ځپلو په موخه د سیمې د هېوادونو په کچه مبارزې ته ادامه ورکړي، ځکه بهرنۍ تروریستي ډلې او ګروپونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره جدي تهدید او خطر دی.

افغان ولس ته ښایي چې په خپلو کلیو او بانډو کې د بهرنیو تروریستي افرادو، ډلو او ټپلو په لیدلو سره حکومت ته خبر ورکړي او په خپله هم د هغوی پر وړاندې غبرګون وښیي او له خپلو کلیو او سیمو څخه یې وشړي او افغان وسله وال مخالفین د بین الافغاڼي مذاکراتو له لارې سولې ته وهڅوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top