(دويمه برخه) ولې مو د سر او ږيرې ويښتان سپينيږي؟ لاملونه او درملنه يې

(دويمه برخه) ولې مو د سر او ږيرې ويښتان سپينيږي؟ لاملونه او درملنه يې



۲- د کري د ونې پاڼې: د کري د ونې پاڼې مرسته کوي چې په مېلانين کې رنګونه بيا ذخېره کړي او همدارنګه د کري د ونې پاڼې په پوره اندازه سره د بي ويټامين لري.
 
طريقه: 
۱- يو پوره موټی د کري د ونې پاڼې او درې کاشوغې د کوپرې غواړي.
۲- پاڼې او د کوپري غواړي په يو لوښي کې واچوئ او جوش يې کړئ.
۳- له جوش وروسته يې پرېږدی چې يخ شي.
۴- بيا په سر باندې داسې ومښوئ چئ ټول وېښتان او د سر پوستکی مو لوند کړي.
۵- دپنځلسو دقيقو لپاره يې په سر باندې ومښوئ او بيا يې د دېرشو دقيقوو لپاره همداسې پرېږدئ.
۶- ورسته مو په نرمو اوبو او شامپو سره وېښتان پرېمېنځئ.
۷- دا کړنه هره اونۍ دوه يا درې ځلې ترسره کړئ.
 
۳- د کوپرې غواړي او د ليمو اوبه: ليمو د بي او سي ويټامينو څخه برخمن دی، بي او سي ويټامينونونه خو په ځانګړې ډول د بي ويټامين مو د وېښتانو د رنګ د حجرو په جوړښت کې مرسته کوي.
طريقه: 
۱- د ليمو اوبه او د کوپرې غواړي سره ګډ کړئ.
۲- دومره تودحه ورکړئ، چې یوازې متعدل ګرم شي.
۳- وېښتان مو پرې مساج کړئ.
۴- وروسته مو وېښتان پرېمنځئ.
۵- دا کړنه په يوه اونۍ کې دوه ځلې ترسره کړئ.

۴- د پياز اوبه: څېړونو ښودلې ده چې د پياز اوبه د وېښتانو د توېدو مخنيوی کوي، د وېښتان لپاره روغتيايي درمل دي او همدارنګه د وېښتانو د سپينوالي مخنيوي کوي.
طريقه: 
۱- يوه لويه کاشوغخ پياز مېده کړئ.
۲- د پياز اوبه اوباسئ.
۳- د لسو دقيقو لپاره مو سره ورباندې مساج کړئ. 
۵- د نيم ساعت لپاره، د پيازو اېستل شوې اوبه مو پر سر باندې پرېږدئ او بیا يې پرېمېنځئ.
۶- دا کړنه هر اونۍ دوه ځلې ترسره کړئ.
يادونه: په دې طرېقي سره به وېښتان د يو وخت لپاره د پيازو بوی ورکوي.
 
۵- نکريزې: د نکريزو پوډر که څه هم په پوره ډول نشې کولای چې سپين وېښتان تور کړي، خو د رنګ په بدلون سره کولای شي سپين وېښتان مو پټ کړي.
طريقه: 
۱- پنځه کاشوغې د نکريزو پوډر.
۲- يوه کاشوغه کافي. 
۳- يو کېلاس اوبه.
۴- او اوبه سره ګډ کړئ او بيا يې د نکريزو پوډرو ته سره مېکس کړئ.
۵- په جوړ شوې محلول باندې مو وېښتان ولړئ او درېيو او څلورو ساعتونو لپاره يې پرېږدئ.
يادونه: د نکريزو پوډرو ته پوره پاملرنه وکړئ، د نکريزو ځينې پوډر په ډېر شمېر کيمياوي مواد لري، چې د وېښتانو د زر سپين والي لامل کيږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top