د کابل ـ لوګر سړک پر جوړېدو سره به ګڼې ستونزې حل شي

د کابل ـ لوګر سړک پر جوړېدو سره به ګڼې ستونزې حل شي



(روهی ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲مه) د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د کابل ـ لوګر د دوهم لین سړک د دوهم پړاو په بشپړېدلو سره به جنوبي ولایتونو ته د تراتسپورټ او ترانزیټ وضیعت ښه شي.
د لوګر والي ویاند سلیم صالح ویلي دي، چې دغه سړک ۲۵کېلو متره اوږدوالی لري، له محمد اغې ولسوالۍ نه تر مرکز پل علمه پورې دی چې په یو نیم کال کې به پوخ شي.
هغه زیاته کړې؛ د دغه سړک د جوړولو لومړی پړاو کار چې د کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ نه تر پل عامه پورې دی، دوه کاله مخکې پیل شوی و چې اوس مهال یې چارې شپېته سلنه بشپړې شوې دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top