امریکا په راخین کې د میانمر شوی اقدام د قومي تصفیه بولي

امریکا په راخین کې د میانمر شوی اقدام د قومي تصفیه بولي


(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲مه) امریکا متحدو ایالتو د میانمار په راخین ایالت کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو پر ضد د دې هېواد د حکومت کړی اقدام د قومي تصفیه ګڼي.
ویل شوي، چې هغه اعلامیه چې د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ خپره کړې، په میانمار کې د شخړو په وړاندې د واشنګټن تر ټولو سخته بیانه ده.
متحده ایالت وروسته له هغې په میانمار کې وروستیو شخړو ته د قومي تصفیې نوم ورکړی، چې رکس ټیلرسن تېره اوونۍ له دې هېواده کتنه کړې وه.
هغه ویلي؛ د ترلاسه شویو اسنادو او شواهدو له محتاطانه څېړنې وروسته دا بیخې واضح ده چې په شمالي راخین ایالت کې وضعیت د روهینګیایانو پرضد د قومي تصفیې بڼه لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top