د پاکستان يوې محکمې هغه کس ازاد کړ، چې امريکا يې پر سر لس مېلويونه ډالر جايزه ټاکلې وه

د پاکستان يوې محکمې هغه کس ازاد کړ، چې امريکا يې پر سر لس مېلويونه ډالر جايزه ټاکلې وه



روهي (پنځه نۍ/۲ د لېندۍ)، په پاکستان کې د لښکرې طيبه د ډلې مشر او د په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې د هندوستان په ممبيۍ ښار کې په بريدونو تورن حافظ محمد سعید تېره ورځ له بند ازاد کړی شو.
 
حافظ محمد سعید د ملګرو ملتونو د بنديزونو په لېسټ کې و او همدارنګه د امريکا متحده ايالتونو د نومړي پر سر لس مېليونه امريکايي ډالر جايزه منلې وه.
 
د پاکستان حکومت د لارهور له سترې محکمې غوښتنه کړې وه، چې حافط محمد سعيد دې، د درو مياشتو پورې بند پاتې شي، خو د لاهور سترې محکمې د حکومت غوښتنه رد او نوموړي يې تېره ورځ ازاد کړ.
 
د لښکرې طيبه ډلې يو وياند له الجزيرې سره په خبرو کې وويل، "کله چې حکومت نشي کولاي د حافظ محمد سيد پر وړاندې کوم سندونه وړاندې کړي ترڅو نوموړی بندي شي، نو د لارهور سترې محکمې پرېکړه وکړه چې سيد دې خوشی شي او نوموړي د خپل پخواني بند سزا پوره کړې ده."
 
نوموړی د جنورۍ په مياشت کې په ختيځ لارهور ښار کې، په خپل کور د پاکستان د پوځ له خوا و نېول شو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top