په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازی وايي: طالبان او داعش انساني قاچاق کوي

په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازی وايي: طالبان او داعش انساني قاچاق کوي



روهي (پنځه نۍ/۲ د لېدنۍ)، په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحدو ايالتو دايمي استازي نیکې هيلي په خپلو ورستيو څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې د طالب او داعش وسله والې ډلې پرته له دې چې له افغان حکومت سره په جګړه کې کښيلې دي، د انسانانو قاچاق هم کوي او په دې سره د جګړې د دوام لپاره مالي سرچينې غښتلې کوي.
 
نوموړي وويل، چې د امريکا متحده ايالتونه يوازې له طالبانو او داعش سره جګړه نه کوي ترځو هغوي له منځه يوسي، بلکې په دې جګړه کې به نړۍ داسناني قاچاق له پېښو هم خلاصه کړي.
 
په افغانستان کې د بشر حقوقو کمېسيون هم، د طالبانو او داعش له خوا د انساني قاچاق پېښې تاېيدوي او د وسله والو ډلو له خوا په ماشومانو باندې جګړه کول او له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخېستنه داندېښنې وړ بولي.
 
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم په نړيواله کچه د انسانو د قاچاق او ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې پر وړاندې د مبارزې او له قربانيانو سره يې د مرستې او همکارۍ ژمنې کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top