زمبابوې د ډيموکراسي دورې ته د ننه کيږي

زمبابوې د ډيموکراسي دورې ته د ننه کيږي



زمبابوې د ډيموکراسي دورې ته د ننه کيږي
روهي (پنځه نۍ/۲ د لېندۍ)، دوه ورځې وړاندې د زمبابوې ۹۳ کلن ولسمشر رابرټ موګابې له ۳۸ کاله ولسمشرۍ وروسته استعفا ورکړه.

د زمبابوې د پوځي کودتا لارښوود او پخوانی مرستيال ولسمشر ایممرسن مننګګا زمبابوې ته راستون شو او سبا ته د جمعې په ورځ به د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، نوموړي په خپله لومړنۍ وينا کې يې وويل، "نن ورځ مونږ په هېواد کې د يوې نوې ډيموکراسي شاهدان يو، مونږ غواړو خپل اقتصاد لوړ کړو او خپلو خلکو ته دندې پيدا کړو."

د زمبابوې نوي لارښوود خپلې خبرې تر ډېره د خلکو په ښه ژوند، سوله، اقتصادي پرمختيا او د هېواد پرمختګ ته ځانګړې کړې وي.

د زمبابوې د پخواني ولسمشر رابرټ موګابې استعفا د زمبابوې د خلکو له خوا په نڅا او خوښيو سره ولمانځل شوه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top