ترکیه کې د ۲۴۳ ښځینه افغان پولیسو ته روزنه ورکول کېږي

ترکیه کې د ۲۴۳ ښځینه افغان پولیسو ته روزنه ورکول کېږي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲مه) په ترکیه کې د ۲۴۳ ښځینه افغان پولیسو روزنه د چهارشنبې په ورځ پیل شوه.
ویل شوي، چې دا تعلیمي دوره به څلور میاشتنې دوام ولري.
 د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې حکومت پلان لري ترڅو د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته ورسوي او تراوسه درې زره شپږ سوه پولیسې شته.
دا په داسې حال کې ده، چې په ترکیه کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې نژدې ۳۰۰۰ افغان پولیس روزل شوې دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top