هدف، زده کړه او بری/ ۲۶ برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۲۶ برخه


د زده کړې او تحصیل په مقابل کې د نمرو ارزښت


 
یوازې نمرې د راتلونکي ژوند د بري معیار نه دی. له هغو کسانو څخه یوازې ۴۷٪ په ژوند کې بریالي وي، چې په ښوونځي او پوهنځي کې لوړې نمرې اخلي. البته لیاقت د بري یو مهم فکټور دی او ښې نمرې د لیاقت یو شاخص دی، خو یوازنی شاخص نه دی. د ټیټو نمرو لرونکو څخه هم ۹٪ په ژوند کې بریالي او لوړو مقامونو ته رسیدلي دي.
پر نمرو سربیره د ښو اړیکو ټینګولو قابلیت، له انسانانو سره راکړه ورکړه، ډېر کار او نور عوامل هم مهم دي. د زده کړو ۵۳٪ لایقان او ۹۱٪ تنبلان ځکه په ژوند کې نه وي بریالي، چې دغه نور اړخونه یې کمزوري وي. د ټولو بریالیو کسانو ۸۵٪ هغه کسان دي، چې په اړیکو، معاشرت او د احساساتو په کنټرول کې تکړه وي.
د ښو نمرو د اخیستلو کوښښ وکړئ، جرئت او له درسونو سره مینه مو زیاتوي، خو که د هر دلیل له مخې مو نمرې کمې یا منځنۍ وې، دا په هیڅ ډول ستاسو د راتلونکې ناکامۍ معنی نه لري، تاسو په منځینو نمرو هم د ټولنې لوی مشران کیدلای شئ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top