پوتین، اردوګان او روحاني د سوريې لپاره د سولې کنګرې پر جوړولو هوکړه کړې

پوتین، اردوګان او روحاني د سوريې لپاره د سولې کنګرې پر جوړولو هوکړه کړې



د روسيې، ترکيې او ایران جمهور رييسانو د سوريې جګړې ته د پای ټکي اېښودلو په موخه، د سولې کنګرې پر جوړولو هوکړه کړې.
دغه پرېکړه، په سوچي کې د پوتین، اردوګان او روحاني د لیدو پر مهال شوې ده.
د درې هېوادونو جمهور رييسانو د يوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره، د سوريې له دولت او مخالفینو غوښتنه کړې، چې په دې کنګره کې برخه واخلي.
د روسیې جمهور رييس ولاديمیر پوتین ویلي، چې د سولې په کنګره کې به د سوريې پر راتلونکې جوړښت، نوي اساسي قانون او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ټاکنو مسایلو باندې بحث وشي.
ټاکل شوې، چې د سولې کنګره به د سوچي په ښار کې د تور سمندرګي پر غاړه، جوړه شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top