سعد حریري خپله استعفا بېرته اخلي

 سعد حریري خپله استعفا بېرته اخلي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲مه) د لبنان هېواد صدراعظم سعد حریري په بیروت کې د خپلو ملاتړو په منځ کې اعلان کړی، چې خپله استعفا د اوس لپاره بېرته اخلي.
حریري د نوومبر په څلورمه، په سعودي عربستان کې خپله استعفی اعلان کړې وه.
ویل شوي چې له هغې مودې راپه دې خوا په لبنان کې سیاسي وضعیت یو ډول کړکيچن شوی دی.
حریري د حزب الله وسله‎ وال د لبنان او نور منځني ختیځ د بې ثباته کولو پر هڅو تورن کړي دي.
ایران د دغو وسله‎والو ملاتړ کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top