پوتین ویلي؛ د سوریې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ښه چانس شته

پوتین ویلي؛ د سوریې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ښه چانس شته



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د سوریې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو ښه چانس شته دی.
هغه زیاته کړې چې د دې لانجې د سوله‎ییزې هواري لپاره، د سوریې د حکومت په ګډون چې کوم لوري په دې قضیه کې ښکېل دي، د هغو ټولو جوړجاړي ته اړتیا ده.
ښاغلي پوتین دا خبرې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په سوچي ښار کې د غونډې په پیل کې وکړې.
روسیه او ایران د سوریې په څه باندې شپږ کلنې جګړې کې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top