د هلمند په ګرشک کې ۸ ماشومان ټپیان شوي

د هلمند په ګرشک کې ۸ ماشومان ټپیان شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲مه) د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله، اته ماشومان ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ويلي؛ دا پېښه پرون مازدیګر ناوخته رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، د څلورو ماشومانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د ځواک په وینا هاوان د طالبانو تر واک لاندې سیمې څخه لېږېدلی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top