د لوړو زده کړو سرپرست وزیر استعفا ورکړې

د لوړو زده کړو  سرپرست وزیر استعفا ورکړې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ لومړی) د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر عبدالطیف روشان نن له خپلې نوماندۍ تېر شوی او استعفا یې کړې ده.
تر اوسه پورې ښکاره د هغه د استعفا لامل نه دی ښودل شوی؛ خو روشان پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دی نور نه غواړي "په ټولنیزو شبکو کې د شایعاتو قرباني شي."
هغه لیکلِ:
" زه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لاندنیو دلایلو له کبله استعفا ورکوم:
۱- نه غواړم په ټولنیزو شبکو کی د شایعاتو قرباني شم.
۲- د خپل علمي شخصیت د ساتنې په خاطر.
۳- د سیاسي ملحوظاتو تحمیلول."
تمه ده، چې راتلونکې شنبه ۱۱ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره، ور وپېژندل شي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top